راپورونه وایي، افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار پینځلسمې حوزې سیمه کې د شر او فساد ډلې څلور بریدګر وژلي دي.

بریدګرو غوښتل چې د بي بي سارا په نوم یوې پوسته باندې د ګرنیټونو په واسطه برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو پر وخت غبرګون ښودلی او بریدګر یې له ګوزار وړاندې وژلي دي.

ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې دوه برید ګر په یوه موټر او دوه نور پر ځمکه پراته دي او ګرنیټونه یې په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کاپیسا کې هم د شر و فساد ډلې دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي وو او یو یې ژوندی نیول شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version