د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت خبر ورکړی، چې د کابل ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسٶلينو د کابل ښار ۱۱مې ناحیې څخه د یو لړ عملياتو پر مهال دوه کسان د ‏١۷۵۰۰ عدده نشه‌يي ګوليو د خرڅلاو په تړاو نيولي.

د سرچینې په خبره، یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د سرپرست حکومت له بیا ځل رسېدو وروسته، د نشه‌یي توکو د پلورونکو او لېږدوونکو پر وړاندې جدي مبارزه پیل شوې چې لا هم دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version