د افغانستان بانک سرپرست رئیس، نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ورسره مل پلاوي سره کتلي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د یاد بانک رئیس د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړي او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه یاده کړې.
خبرپاڼه زیاتوي؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د اقتصادي ودې او کاروبارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړی او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.