د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې د عامه نظم پولیسو ۱۲۰۰ عرادې یو کیلي او بې اسناده نقیله وسایط درولي دي.
قانع زیاته کړې، چې دغه شمېر موټر د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د کابل دروازو او بېلابېلو سیمو کې د تلاشۍ ځانګړي ځایونه جوړ کړي او ښار ته یې د بېاسناده وسایطو د داخلېدو مخه یې نیولې ده.
د یادونې ده، چې د کورنیو چارو وزارت پر لویو لارو او ښارونو کې د ټرافیکي پېښو او ګڼې ګوڼې د مخنیوي په پار پر غیر قانوني موټرو محدیتونه لګولي دي.
