د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، نن د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د سرچينې په خبره، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ترانسپورټي زېربنا د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په وينا یې، د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

ښاغلي برادر همدا راز زياته کړې چې، په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د سرپرست حکومت یوه له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ده.

ياده دې وي چې، دغه ترانسپورټي ترمینل به د خصوصي سکتور له لوري په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ مهمو تاسيساتو په لرلو سره د دوه کلونو په موده کې جوړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version