د كډوالو او بیرته راستنېدونكو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د ياد وزارت سرپرست وزير مولوي عبدالكبير په كابل كې د ازبكستان له سفير ايبك عثمانوف سره کتلي.

د سرچينې په خبره په دې کتنه کې عثمانوف ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١.١ ميليارده ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارده ډالرو ته لوړه شي.

دې کتنه کې ښاغلي مولوي عبدالکبیر د افغان-ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان غواړي له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو په پراختيا د سيمې له ثبات سره مرسته وکړي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا د پاکستان له لوري د كډوالو په اجباري ايستلو نيوكه کړې او ویلي یې دي، چې افغان كډوال په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version