‏د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د افغانستان–قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي–څېړنیزه ناسته شوې، چې په کې د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف هم ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ولي الله شاهین ویلي، چې قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی او په خبره یې د سرپرست حکومت اقتصاد محوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې د پام‌وړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د قزاقستان ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه ټوکولي او هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version