رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون یکشنبه زرګونو لاریون کوونکو په واشنګټن او یو شمېر نورو ښارونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر ضد پالیسیو، د دولتي کارکوونکو د ګوښه کولو او د غزې او اوکراین جګړو ته د پوځي ملاتړ پر ضد لاريونونه کړي دي.

د سرچينې په خبره، د سپینې ماڼۍ مخې ته زرګونه لاریون کوونکو دا شعارونه ورکړل چې «کارکوونکي باید واک ولري، اسرائیل ته د وسلو لېږد بند کړئ او عادلانه محاکمه».

ياده دې وي، چې په امريکا کې واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته دا لومړی ځل نه، بلکې تر دې وړاندې هم د هغه په غلطو سياستونو پراخې نيوکې او لاريونونه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version