په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت په کډوالو او راستنېدونکو وزارت کې د تېرې ورځې چاودنه او د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمن حقاني شهادت غندلی او د قربانیانو له کورنیو او افغانستان خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «سعودي عربستان د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي».

ځواب پریږدئ

Exit mobile version