د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوه تسليت پيغام په خپرولو سره اسلامي امارت او د افغانستان خلکو ته د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمن حقاني د شهادت تسليت وړاندې کړی او غم یې د ټولو ګډ بللی.

د ياد غورځنګ د تسليت په پيغام کې راځي« مرحوم حقاني رحمه الله د شوروي اتحاد او ناټو پر وړاندې د دوو سترو جهادونو مخکښ مشر او د معاصر جهاد له مؤسسینو څخه و».

همداراز د پاکستان د طالبانو غورځنګ ويلي«تحریک طالبان پاکستان د دې غم په ویر کې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپل ځان شریک ګڼي او د افغان ولس، په ځانګړي ډول د مرحوم د ملګرو او کورنۍ لپاره د صبر جمیل او غوره بدیل غوښتنه کوي».

ځواب پریږدئ

Exit mobile version