شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp نن پنجشنبه، د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د عزیزي بنسټ د خیریه پروژو د پرانیستې مراسم د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره شول.په دغو پروژو کې سرطان ځانګړی ۴۰۰ بستریز روغتون، ۲۰۰ بستریز زېږنتون، یو ښوونځی، د نرسنګ یو انسټټیوټ، د روغتیایي علومو یو پوهنتون، د یتیم پالنې یو مرکز او د ۲۰۰ مېګاواټه بریښنا د تولید پروژه شامله ده. په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء د دفتر رئیس او یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند، سردار محمد داوود خان روغتون څخه د لیدنې پرمهال یاد روغتون کې يو شمېر برخې ګټې اخيستنې ته سپارلي، چې په کې نوې ۱۰۰ بستريزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوى روغتون او دغه راز د «NKC» کمپ شامل دي.په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم حضور درلود.
نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي21 جولای 2026
نورستان سېلاب ځپلو ته مرستندوی ځواکونه او مرستې رسېدلي؛ ۱۰۵ کسان نادرکه او ۱۱ جسدونه موندل شوي21 جولای 2026