د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، د کابل هوا پېژندنې په اداره کې یې د هوا پېژندنې یوه وسیله جوړه او گټې اخیستنې ته یې وسپارله.

د یاد وزارت عملیاتي معین مولوي فتح الله منصور د دې وسیلې په پرانیسته کې وویل، دغه وسیله د هېواد د هوا پېژندنې ریاست د انجینرانو له‌خوا جوړه شوې د هوا د وړاندوينې لپاره د اووه ډوله طبيعي پاراميټرونو په راټولولو کې کارول کېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، نوې جوړه شوې وسیله د نورو پخوانیو څخه ډېره پرمختللې ده.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ځانگړې اداره ده، چې هره ورځ د کابل په گډون د هېواد د لویو ولایتونو د هوا حالت رسنیز کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version