د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ‏د افغانستان – ترکمنستان او چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د برېښنا «ټاپ – ۵۰۰» پروژې عملي چارو پیل په اړه درې اړخیزه ناسته ترسره شوې.

د ښاغلي تکل په وینا؛ په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت او د ترکمنستان انرژۍ وزارت او د ترکیې چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د چارو عملي پېل په موخه د ګډې لار نقشې او عمل پلان پر جوړېدو تفصیلي خبرې اترې شوې دي.

ټاپ -۵۰۰ پروژه په لوړ ولټاژ سره د ترکمنستان برېښنا لومړی هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ته لېږدوي چې له‌دې وروسته به د ترکمنستان یاده برېښنا پاکستان ته لېږدول کېږي چې د داخلي اړتیاوو سربیره به د ټرانزیټ له درکه افغانستان ته په کلني ډول د پام وړ ګټه ترلاسه شي.

بل خوا د ترکمنستان انرژۍ وزارت او د ترکیې چالک هولډنګ ګروپ مسؤلینو په افغانستان کې د موجوده امنیت او سیمه‌ییز اتصال برخه کې د همکارۍ له فضا څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې لېواله دي د افغانستان دننه د برېښنایي پراختیا سربیره‏ دا پروژه تر خپل وروستي مسیره چې پاکستان دی؛ وغځوي.

د ښاغلي تکل په وینا، درې واړو لورو هوکړه کړې چې د ټاپ -۵۰۰ پروژې تطبیق په موخه به د توافقاتو او عمل پلان ایجاد او نهایي کېدو لپاره د تخنیکي کمیټو او سکرتریت ترمنځ د منظم عمل پلان له مخې ناستې دوام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version