‏د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال، دوکتور محمد نعیم په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، دې کتنه کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې، د افغانستان او چین د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

ښاغلي نعیم د تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې په اړه چې پکې چينايي اتباع ووژل شول، خواشیني څرګنده کړې او زياته کړې یې ده، چې په دې تړاو پلټنې روانې دي.

نوموړي یاد برید د هغو کړیو کار بللی چي د هېوادونو تر منځ بي اعتمادي رامنځته کوي.‏

له بل لوري کابل کې د چین سفیر د پیښي په اړه د جدي اقداماتو له امله د افغان حکومت هڅې ستایلي او ويلي یې دي، چې ددې پېښې عاملين غواړي د چين او افغانستان اړیکې خرابې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version