د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزي معینیت خبر ورکوي چې د ياد معينيت اړوند د کابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د کابل ښار له مختلفو ناحیو او مربوطاتو څخه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ کسان د نشه يي توکو د پلور، استعمال او انتقال په تړاو نیولي دي.

د ياد معينيت خپره شوې خبرپاڼه زياتوي چې له نیول شوو کسانو څخه ۶۴ ګرامه چرس، ۵۱ ګرامه شیشه، ۲۲۸ عدده نشه يی ګولۍ او نور بېلابېل نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت بيا په يوه بل خبر کې وايي چې د هېواد په درېیو ولایتونو کې یې ۵۱ تنه روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

خبر زياتوي چې د ياد معینیت پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو غزني ولایت کې ۲۳ تنه، دایکندي ولایت کې ۱۲ تنه او جوزجان ولایت کې ۶ تنه روږدي چې مخکې په یادو ولایتونه کې راټول کړي وو تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version