یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

جنګ د باطلو او متجاوزګرو په وړاندې مقدس دی، خو چېرته چې څوک کلمه وايي او د اسلام پنځه رکنه په ورځني ژوند کې عملي کوي او د بل کوم یرغلګر تر سیورې لاندې پر مسلمانانو وحشتونه او ظلمونه نه کوي؛ په دغسې مسلمانه ټولنه او مسلمان ولس جنګ ناروا، نامقدس او حرام دی، د دغسې جګړو تر شا د صلیب استخبارات ناست وي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې څوک زمونږ په څېر کلمه وايي او یوې قبلې ته درېږي، نو د دوی مال او وینه تویول حرام دی.

د بغاوت ډله او خوارج دواړه راځي هغه ولس وژني چې د دریم خلیفه رضی الله عنه له زمانې مسلمان ملت دی.

اخر د جنګ لارویان څه غواړي؟ ایا د صاحب قدرت په خاطر دا خپل ولس قصابي کوي؟ ایا د ډالرو په قیمت یې عزت او وینه لیلاموي؟ او که دوی دومره د اسلام د دښمنانو له لوري مجبور دي چې راځي او دلته مسجدونه الوزوي، تکیه خانې الوزوي، کورسونه، روغتونه او پوهنتونونه الوزوي؟ دا خو د مسلمان شان نه دی.

د افغانستان مومن ولس باندې چې هر جابر خپل د بربریت چړې پڅې کړي نوره ورته دا خاوره او په دې خاوره کې ژوند حرام شوی؛ د چا مړي او قبرونه ورک شول، د چا کورونه وران شول او څوک له وطنونو فرار شول.

تاسو د خلقي نظام مشران چې د روسانو جاسوسان او ځري ول وګورئ څه شول؟ د کارمل، امین او ترکي قبرونه چېرته دي؟ د دوی کورنۍ او اولادونه څه شول؟ د مسعود، رباني، حکمتیار او نورو جګړه مارو اولادونه او کورونه چېرته دي؟دا ملت ازار لري، دا ملت د خدای په وحدانیت باور لري، د پردیو له بازارونو جګړې مه واردوئ، هیڅ ګټه نه کوئ؛ جګړه تاواني شی دی او په دې جوارۍ کې د خلکو خون په غاړه مه اخلئ؛ نیمه پیړۍ مو جګړې راوړې څه مو وکړل؟ انګریزان مو راوستل څه مو وکړل؟ روسانو سره ودرېدئ د دنیا او د اخرت مختوروالی در پاتې شو؛ ناټو مو راوستله سرماتې ذو پښې ماتې ووته او تاسو ځري او جاسوسان لکه یتیمانو په میدان پاتې شوئ.

نه مو ولس وبښلئ او ډاډه یم چې خدای جل جلاله مو هم نه بښي، الله جل جلاله له خپل حق څخ در تېریږي خو د بنده له حق څخه هرګز درته نه اوړي؛ دا بمونه او دا چاودنې نه زمونږ سر ټیټولی شي او نه زمونږ پښې رېږدولی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version