د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، کابل کې یې ۲۱تنه د نشه‌يي توکو د پلور، استعمال او لېږد په تړاو نیولي دي.

له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال یې ۲۱ تنه نیولي، چې له نیول شوو کسانو څخه ۱.٤٧٩ کیلو گرامه چرس، ٨ گرامه شیشه او ٣٤٢٤ عدده نشه‌يي گولۍ تر لاسه شوي دي.

همدارنگه یاد معینیت ویلي، د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت پولیسو په همکارۍ د هېواد په دوو نیمروز او فراه ولايتونو کې د نشه‌يي توکو د پروسس او توليد ۲ کارخونې کشف او پر مهال يې ۲۵ کيلو گرامه ومان، ۱۰ کیلو گرامه سود او مختلف النوع نشه‌يي توکي او د پروسس مواد يې په بشپړ ډول تخريب او سوځول شوي دي.

دغه راز په غور کې هم ۴۴۰۰ کیلو گرامه ومان سوځول شوي دي.:«د غور ولایت په شهرک او دولینه ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌يي توکو د پروسس او توليد دوې کارخونې کشف او پر مهال يي ۴۴۰۰ کيلو گرامه ومان، ۱۸ ليتره تېزاب او مختلف النوع نشه‌يي توکي او د پروسس مواد يې په بشپړ ډول تخريب او سوځول شوي دي.»

که څه هم په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت صفر شوی؛ خو لا هم د نشه‌يي توکو د قاچاق، استعمال او د کاروونکو مخنیوی په بشپړ ډول نه دی شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version