د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په درېیمه غونډه کې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو د کولو پرېکړه شوې ده.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابینې درېیمه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ شوې، چې پکې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي.

له اجنډا سره سم د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه پرېکنده اقدامات وکړي او د سیند غاړو ته د تخریب مخه ونیسي؛ همدا راز د کابینې په دې غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیرمالیاتي عوایدو راپور منل شوی، ځینې ادارې هڅول شوي او ځینو ته سپارښتې شوې دي، چې په دغه برخه کې له شته امکاناتو او فرصتونو څخه په گټه اخیستنې د مالیې وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.

همدا ډول د کابینې په دې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو د راگرځولو په اړه هم یو پلاوی ټاکل شوی، تر څو په دې اړه ښه څېړنه وکړي او وروستی راپور د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version