د سرپرست حکومت د رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې ۲۱مه غونډه کې د هېواد په اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابینې په یاده غونډه کې د سړک غاړو ته د توکو پلورونکو د تنظیم طرحه تائید او د ۴۰ سلنې فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تائید وړ ګڼل شوې.
د خبرپاڼې پر دوام راغلي، چې یاده غونډه کې د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور تائید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه خپلې چارې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او مخ ته یوسي.