کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چې د کاپیسا امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د پلټونکو عملیات په مهال ګڼ شمېر وسلې او نظامي تجهیزات نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو وسلو او تجهیزاتو کې، ۷۶ میله کلاشینکوفونه، ۳۳ تومانچې، ۵ میله درنې وسلې، ۱۸ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه او څه باندې ۸ زره ډول ډول مرمۍ شاملې دي.
خبرپاڼه همدا راز زياتوي چې چې یادې وسلې د کاپيسا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پولیسو له لورې کشف او په تړاو یې ۳۰ تنه نیول شوي دي.