د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان اسلامي امارت کونسلګرۍ وایي، چې د کراچۍ له زندانونو یې ۲۹ افغان بندیان خوشې کړي او هغوی یې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

یادې کونسلګرۍ تېره شپه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغو کسانو غوښتل د بلوچستان د حب چوکۍ له لارې کراچۍ ښار ته دننه شي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولي وو.

د خبرپاڼې سره یو ځای د ۲۹ تنو افغانانو د کډوالۍ د کارتونو انځورونه هم خپاره شوي خو د بندیانو په خپاره شوي انځور کې ۱۵ تنه لیدل کیږي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ډیر وخت د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شویو اسنادو ته هم پام نه کوي او ردوي یې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version