د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د معیشت بدیل لپاره د پینځهکلنې طرحې د وروستۍ کېدو لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د معیشت بدیل په پينځه کلنه طرحه کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیال نظریات هم شامل شوي. همدا راز د دغې طرحې د نهایي کولو په موخه دکرنیزو څېړنو انستېتوت د رئیس نصرت الله طلحه په مشرۍ د یو شمېر رئیسانو او کارپوهانو په شتون کې یوه ځانگړې کمېټه هم گمارل شوې، تر څو یاده طرحه نهايي کړي.: «د معیشت بدیل د پينځه کلنې طرحه د کرنې وزارت له خوا د حکومت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او نشهيي توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزگرانو ته د ارزښت لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوې ده، چې د بزگرانو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په پار د کرنې، مالدارۍ، اوبولگولو او طبیعي سرچینو په برخو کې د بدیل معیشت پروژې، د کوکنارو د کرکېلې دایمي کمول او له منځه وړل او مشروع او متنوع محصولاتو کښت ته د بزگرانو هڅول پکې شامل دي.»
اوسمهال په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر شوی او په هغو ځایونو کې چې کوکنار کرل شوي وو، چې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري له منځه یوړل شول.
د کرنې وزارت وايي، هڅه کوي په هېواد کې بېلابېل کرنیز توکي مروج کړي، چې هم یې بیې لوړې وي او هم ورته په کور دننه او بهر ښه بازار پیدا کړي.