په تېرو څو ورځو کې احمد مسعود یو ځل بیا خوله خلاصه کړې او داسې څرګندونې یې کړې دي چې د افغانستان له روان وضعیت سره د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر لري. نوموړي د ولسي ملاتړ ادعا کړې او وایي: «د طالبانو پر ضد د افغان ولس اراده لا پیاوړې شوې؛ هره ورځ د طالبانو په وړاندې د مقابلې لپاره د خلکو د ملاتړ او همکارۍ پیغامونه راته رسیږي».

د دې خبرو د رښتینولۍ یا ناسم‌ والي د ارزولو لپاره کافي ده چې یو ځل تېر تاریخ ته وکتل شي؛ هغه وختونه چې دغه بدنامې څهرې په بېلابېلو دورو کې پر خلکو حاکمې شوې، له هېڅ ظلم، لوټ او جنایت څخه یې دریغ ندی کړی.

که د افغانستان تېرو کلونو ته نظر وکړو، وبه وینو چې افغان ولس یواځې د شوروي پر ضد د جهاد په ورځو کې د دې څهرو بشپړ ملاتړ کړی و؛ هماغه وخت چې ډېرو فکر نه کاوه ځیني به د جهاد له نوم څخه ناوړه استفاده او له هغه پاکو وینو سره به خیانت کوي، هغه وینې چې د اعلاء کلمة الله او د یوه اسلامي نظام د راتګ په موخه توی شوې وې.

له هماغه وخت راهیسې، د افغانستان خلکو نور هیڅکله له دې جګړه‌ مارانو، زورواکو او د دوی له پلویانو سره همدردي نه ده ښودلې، همدا لامل شو چې د کورنیو خونړیو جګړو پر مهال، ولس د طالبانو ملاتړ وکړ تر څو د هېواد د بربادۍ مخه ونیسي.

د شل کلن اشغال پر مهال هم دا تش په نوم مشران د ولس د ملاتړ له امله واک ته نه وو رسېدلي، بلکې د اشغالګرو د وسلو او زور په مټ یې واک چلاوه؛ هماغه اشغالګر چې د خپلو شخضي موخو لپاره یې یو څه موده، د دې بدنامو څهرو ملاتړ وکړ.

د تېر نظام له سقوط وروسته، یو شمېر مخالفینو د احمد مسعود او امرالله صالح په مشرۍ د مقاومت جبهې د پلویانو په شمول، د دویم مقاومت نغاره ووهل، واک ته د بیا رسېدو په تمه یې جګړه‌ اعلان او غرونو ته وختل.

خو ولس چې تازه له پخوانیو بدنامه واکمنانو خلاص شوی و او د نسبي سکون شپې او ورځې یې تېرولې، مقاومت ته له منسوبو افرادو او رهبرانو څخه د بېزارۍ په اعلان سره، د دوی د ژر ماتېدو لار هواره او لمن یې ورټوله کړه.

د جمهوریت له فراریانو څخه د خلکو دا کرکه د دې لامل شوه چې د سرپرست حکومت له پیله تر اوسه څه د پاسه درې نیم کاله تېر شوي، سره له دې چې د مقاومت جبهې د ټولنیزو شبکو له لارې پراخ تبلیغات کړي، خو بیا هم دوی ونه توانېدل چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم تر لاسه کړي. د دوی کمزوري او بې‌ وسي د سیمې او نړۍ ټولو قدرتونو ته ښکاره شوه.

نو بناءً، که نن احمد مسعود یا د سرپرست حکومت نور مخالفین د ولسي ملاتړ خبرې کوي، باید په دې پوه شي چې دا څرګندونې هم د دوی د نورو شعارونو په څېر تشې، خیالي او بې بنسټه دي او په افغانستان کې له روانو واقعیتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version