د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد وزارت او يوناما په ګډه مشرۍ د سرپرست حکومت د اړونده ادارو او نړيوالو بنسټونو ترمنځ د کډوالو او داخلي بې ځایه شويو د ستونزو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوې.
د سرچينې په خبره، د کډوالو چارو سرپرست وزير مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په بهیر نیوکه کړې او ويلي یې دي، چې د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکې سبب ګرځي.
د کډوالو چارو وزیر همداراز د نړیوالو بنسټونو د مرستو پر اغېزمنتیا ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
په ورته مهال، د یوناما مرستیالې اندریکا راتواته ډاډ ورکړی، چې د دوی له لوري د مرستو بهیر به دوام ومومي او زياته کړې یې ده چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.