د پرځېدلي جمهوریت پر مهال په ولسي جرګه کې د خوست پخواني استازي کمال ناصر اصولي د ترکیې په استانبول کې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو د مشرانو او آی ایس آی ترمنځ، د تړلو دروازو تر شا ناستې ته په اشارې ویلي، هغه جنګي ډلې او سیاسیون چې د آی ایس آی له خوا حمایه شوي، د هېواد په ګټه نه دي.
په ترکیه کې د پخوانیو سیاسیونو او آی ایس آی د یو لوړ رتبه هیئت ترمنځ د افغانستان په اړه دغه ناسته له ګڼو نورو غبرګونونو سره هم مخ شوې او د ځینو ټولنیزو او سیاسي فعالانو تر څنګ یې د یو شمېر پخوانیو چارواکو توندي نیوکې راپارولې دي.
هندوکشغږ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، د استانبول ناسته کې د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د معاملې ترڅنګ، په پاکستان کې د مخالفو ډلو لپاره د دفترونو پرانیستل، پر چینايي وګړو بریدونه، پاکستان ضد وسلوالو ډلو سره ګډه مبارزه او د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو لپاره د تسهیلاتو رامنځته کول د اجنډا مهم موضوعات بلل کېږي.