راپورونه وایي، کندز کې پرون دوه تنه د شر و فساد غړي له وسلې سره نیول شوي دي.

عبدالولي د اجر ولي زوی د کندز ښار د اوومې ناحیې اوسیدونکی او امید د رحم الدین زوی د دویمې ناحیې اوسیدونکی دی چې دواړه د شر و فساد فعال غړي وو.

دواړو سره پینځه توغندي نیول شوي دي.

دوی دواړه د کندز د استخباراتو ریاست د ځواکونو له لوري د کشفي مالوماتو پر اساس نیول شوي دي.

یادو دوه تنو په خپل جرم اعتراف کړی او د نورو پلټنو له پاره اړوند ادارې ته سپارل شوي دي.

له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د شر و فساد ګڼ شمیر غړي نیولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version