د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې ریاست له لوري د هېواد په گوټ ـ ګوټ کې ۵۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو ۲۴۴جریبه نشهيي توکو د بغلان په تاله او برفک، دوشي، پل حصار ولسوالیو او مرکزي بغلان، څهباندې ۲۰۰ جریبه ځمکه د بدخشان په ارگو ولسوالۍ، ۶۲ جریبه ځمکه په لغمان، ۲۰ جریبه ځمکه په کندوز، ۱۵۵۰۰ متر مربع ځمکه په تخار او ۵۷۲۸ متر مربع ځمکه په پروان کې د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په هرات او نیمروز ولایتونو کې هم د نشهيي توکو یو شمېر کروندې له منځه وړي دي.
له بل لوري یاد وزارت ویلي، د هلمند په مرکز لښکرگاه او باباجي ولسوالۍ کې د موټرونو، موټرسایکلونو او موبایلونو د غلا په تړاو یې ۱۴تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، له نیول شوو کسانو څخه یوه عراده موټر، پینځه موټرسایکلونه او درې غلا شوې گرځنده موبایلونه هم تر لاسه شوي دي.
یاد وزارت ویلي، په هېواد کې د بشپړ امنیت او د نشهيي توکو سره د مبارزې پولیس شپه او ورځ کار کوي، څو هېوادوال په بشپړ امنیت کې د ژوند چارې پر مخ یوسي.