د کندز ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ١٦.٥ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولينو په وينا دغه ودانۍ په یاد ولایت کې د یونیسیار دفتر له لوري د ١٦ میلیونه ٥٠٠ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
د مسوولینو په خبره دغه ودانۍ ٨ درسي ټولګي، یو کمپیوټرلب، ٢ اداري خونې، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سيسټم، شنه ساحه، د اوبو رسولو شبکه، د زده کوونکو لپاره د لوبو ميدان او نورې اړوندې اسانتیاوې لري.
د یادولو وړ ده، چې د سیمې يو شمېر اوسېدونکي د دغه ښوونځي په جوړېدو خوښي څرګندوي او غه راز له دولت څخه د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.
هېواد کې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته په لرې پرتو سيمو کې سلګونه ويجاړ او خراب ښوونځي بيا رغول شوي او د زده کړو پر مخ پرانستل شوي دي.