د کندهار امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار د دغه ولایت امنیه قومندانۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند یوه کانټینر کې زاړه مهمات چاودلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد مهمات د امنیتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو سیمو کي نیول شوي و.

په پیښه کي څو تنه پیره داران ټپیان شوي، او کانټینر ته نږدې د یو څو خونو ښیښې هم ماتې شوې دي.

د کندهار امنیته قومندانۍ زیاته کړې ده چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه او د اطفایي مدیریت پرسونل پر وخت رسیدلي او د زیاتو چاودیدونکو توکو د چاودیدلو مخه یې نیولې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version