کورنیو چارو وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د دیني علماوو، قومي مشرانو او سیمهییزو چارواکو په منځګړیتوب، د تېر یو کال په ترڅ کې د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.
یادې کورنۍ د مهترلام ښار او الینګار، دولت شاه، الیشنګ، قرغیو او بادپښ ولسوالیو پورې اړوند دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغه شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
چارواکي دا پرمختګ د سولې او تفاهم مهم ګام ګڼي او له خلکو غواړي چې د شخړو پر ځای سوله او ورورګلوي غوره کړي.
یاده دې وي چې، پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو په منځګړیتوب ټولنه کې د خلکو ترمنځ د لسګونه کالو پخوانۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.