د کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د ښار د ښکلا او روښانتیا په پار گڼ څراغونه لگلولي دي.
د کندهار ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د احمد شاهي جادې او شهيدانو څلور لارې څخه بيا د ايران تر کونسلگرۍ پورې د څراغونو د ترميم او روښانتيا وروسته دا ځل د لويې ويالې د غاړې څراغونه جوړ او روښانه کړل.:«دغه څراغونه د برېښناکوټ د پله څخه پیل بیا د پوهنتون تر عمومي دروازې پورې د ویالې په دواړو غاړو کې لگول شوي دي.»
د ښاروالۍ له لوري د کندهار په ښار کې د څراغونو لگولو له امله د کندهار ښاریان خوښ دي. دوی وايي، د څراغونو په لگولو سره هم د کندهار ښار روښانه شو او هم یې د ښار ښکلا څو برابره ډېره کړې ده.
د کابل سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښاروالي هغه اداره یادېږي، چې په کم وخت یې گڼ نوښتونه کړي او هم یې د ښارونو د پراختیا سربېره سړکونه او څلور لارې رغولي او هم یې په ښارونو کې نظم راوستی دی.