د کندوز امنیتي چارواکي وايي، د کندوز استیناف محکمې یوې ښځینه ساتونکې هغه ښځه نیولې، چې غوښتل یې له یو میل تومانچې سره محکمې ته ننوځي.
له کندوز څخه امنیتي سرچینو هندوکش غږ ته ویلي، پرون مازیگر درې نیمې بجې یوې ښځینه وسلهوالې غوښتل، چې له یو میل تومانچې سره محکمې ته ننوځي او ځان خپل شومې موخې ته ورسوي؛ خو د تلاشۍ پرمهال د محکمې ښځینه ساتونکو نیولې ده.
د سرچینې په وینا نیول شوې ښځه د نورو اجرااتو او دا چې د کومې موخې لپاره راغلې امنیه قومندانۍ ته تسلیم شوې ده.