محمد فیصل

هرات د افغانستان لویدیځ کې مهم سوداګریز ښار دی چې له ایران سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

هرات نه یوازې د سړکونو له لارې له ایران سره سوداګري کوي، بلکې د ریل ګاډي پټلۍ له لارې هم له ایران سره نښتی دی.

هرات-خواف ریل پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۴۰ کیلومتره یې افغانستان او پاتې یې ایران کې ده.خواف د ایران ختیځ کې پرته سیمه ده.

د هرات-خواف ریل پټلۍ کار په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوی و، خو د طالبانو واک ته رسیدو وروسته یې کارونه ډیر چټک شول.

دغې ریل پټلۍ باندې ټول ۷۵ میلیونه ډالر لګښت راځي.

یاده پروژه په څلورو پړاوونو کې بشپړیږي چې دوه پړاوه یې ایران او دوه هغه یې افغانستان کې دي.

د ایران برخې کارونه یې بشپړ شوي او د افغانستان برخې د څلورم او وروستي پړاو د دویم فاز چارې یې وړمه ورځ د هرات د والي مولوي اسلام جار له لوري پرانستل شوې.

دغه پروژه د پینځو هیوادونو د ریل دهلیز برخه ده چې دوه میلیارده ډالر لګښت پرې راځي.

دغه ریل پټلۍ به د ایران، افغانستان، تاجکستان، قیرغیزستان او چین څخه تیریږي.

افغانستان چې اوس له دغې ریل پټلۍ له لارې له ایران سره سوداګري کوي، نږدې راتلونکې کې به د ریل پټلۍ له لارې د چین او هند له ریل لارو سره هم ونښلي او سوداګري به یې پراخه شي.

افغانستان چې اوس د ایران په څیر د لویدیځو هیوادونو له بندیزونو سره مخ دی، دغه ریل پټلۍ کولی شي چې افغانستان له اقتصادي ستونزو بهر کړي.

تیر کال د افغانستان د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات ته د همدې پروژې د کارونو د چټکتیا له پاره سفر کړی و.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې راتلونکې کې به دغه ریل پټلۍ له هرات څخه فراه، نیمروز او کندهار ته هم وغځول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version