د کورنیو چارو وزارت وایي، د بغلان امنیه قومندانۍ، جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار په اړوندو سیمو کې د غلو اته کسیزه وسله‌ واله ډله نیولې.

د یاد وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو له دغې ډلې ۶۰۰ زره افغانۍ، یو عراده موټر، دوه میله توفنګچې، یو میل چره‌ییز ټوپک، څلور ګرځنده مبایلونه او نور د غلا توکي ترلاسه کړي دي.

ویل شوي، چې غلا شوې پیسې او جنسونه د اسنادو او شواهدو له کتلو وروسته بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي او د یادو توکو مالکان د امنیتي ځواکونو له هڅو په مننې د دوی هلې ځلې ستایلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version