د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت په کابل او ولایتونو کې ۱۵۲ نور روږدي هم راټول کړي او د (امېد) په مرکز کې یې بستر کړي دي.

یاد وزارت ویلي، نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۱۳ تنه چې په ډول ډول نشو روږدي وو کابل کې د روږدو د درملنې ۲۰۰۰ بستریز مرکز( امېد) کې له بستر او درملنې وروسته د ټاکل شوې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل.: «همداراز یادو منسوبینو په پلازمېنه او ولایتونو له تېرو څو ورځو راهیسې ۱۵۲ روږدي کسان راټول کړي او په امېد پنډغالي کې یې بستر کړي دي.»

د یاد معینیت د معلوماتو له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې زرگونه تنه پر نشه‌يي توکو روږدي راټول کړي او د زرگونه درملنه یې کړې او زرگونه تنه اوس هم د درملنې لاندې دي.

په هېواد کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې د بندېدو سره سره لا هم زرگونه تنه په ټابلېټ(K)، شیشه، هیروین او نورو نشه‌يي توکو روږدي دي، چې اوسمهال یې د راټولولو او درملنې بهیر روان دی.

پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په پنډغالو کې د درملنې سربېره دوی ته د خیاطۍ، ترکاڼۍ، برېښنا، د بېکونو گنډلو او نورو برخو کې لنډمهاله روزونه هم ورکول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version