د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر هدایت الله بدري د ازبېکستان د کانونو او جیولوژي وزارت له مرستیال قدیرایف او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د کانونو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د کانونو پراختیا او کېندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د کاني موادو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او گډو مطالعاتو د تر سره کولو په موخه د لاسلیک شوو تړونونو په پلې کولو ټینگار شوی.: «په افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینگښت سره د بل هر وخت څخه اوس د پانگونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، ازبېک پانگه‌وال کولی شي چې په افغانستان کې د هایدرو کاربنونو او جامدو کانونو په استخراج او پروسس کې پانگونه وکړي.»

د ازبېکستان پلاوي ویلي، شوي تړونونه به پلې کوي او ازبېک پانگه‌وال لېواله دي چې په افغانستان کې د اوسپنې په کانونو او هایدرو کاربنونو په برخه کې پانگونه وکړي.

افغانستان د کانونو په برخه کې پراخه کاني زېرمې لري؛ خو په هېواد کې د څلور لسیزو جگړو او یرغلونو له امله تر اوسه گڼ کانونه استخراج شوي نه دي.

د افغانستان د کانونو په برخه کې د چینايي پانگه‌والو سربېره ازبېک پانگه‌والو، ایراني، ترکي او د نړۍ گڼو هېوادونو پانگه‌والو د پانگونې ژمنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version