د کابل ښاروالۍ وايي، “د خصوصي سکتور په مرسته د دویمې ناحیې اړوند د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي.”

په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه سوداګریز مارکېټ د ښار د اقتصادي ودې په موخه په ۱۶۴۳ متر مربع ځمکه کې د (۹) پوړونو په درلودلو سره چې دوه یې تر ځمکې لاندې دي؛ په بنسټیزه توګه جوړېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، د یاد سوداګريز مارکېټ چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال د کاري فرصتونو له نشتون او اقتصادي ستونزو شکايت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version