د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۱ کلنه دښمني د یاد ولایت دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس ملا تحميد الله غازي په مشرۍ د قومي مخورو او دیني عالمانو په هڅو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستۍ بدله او ښکېلو کورنيو سوله‌ييز ژوند پيل کړی.

د یاد وزارت په ویناو ‏دغه دښمني د یادو کورنیو ترمنځ کلونه وړاندې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او د دواړو خواوو ترمنځ یې لوی خنډونه او جنجالونه رامنځته کړې وو.

په همدې موخه جوړې غونډې کې ځایي مشرانو او دیني عالمانو د عفوې په فضیلت او ښېګڼو خبرې کړي او پر خلکو یې غږ کړی چې د تربګنيو، ناخوالو او شخړو پرځای يو بل سره په مينه، یووالي او ورورولۍ ژوند وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version