بلوڅ بېلتون پالو د يوې اعلاميې په خپرولو سره کويټه کې د اورګاډي پر سټېشن د بريد مسؤليت په غاړه اخيستی.
بلوڅ بېلتون پال په اعلاميه کې زياتوي چې بريد د دوی د مجيد بريګيډ څانګې يوه وسله وال داسې مهال ترسره کړی چې پاکستاني پوځيان د پوځي زده کړو له بشپړولو وروسته بېرته خپلو کورونو ته روان وو او د اورګاډي په ياد تمځای کې راټول شوي وو.