د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، څه‌باندې زر تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توگه له ایران او ۷۱۲ تنه له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، په ایران کې مېشت یو زر او ۹۵۸ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام‌کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.: «په راستانه شوو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۱۵ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډ‌والو نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې هم ورکړل.»

د خبرپاڼې له مخې، دغه راز ۳۰ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۱ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۶۱ تنو ته هلته په پوله کې د گمارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توگه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۴۷ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.

یاد وزارت ویلي، د تورخم او سپین‌بولدک له لارې هم ۷۱۲ افغان کډوال راستانه شوي دي. :«۷۰ کورنۍ چې ۳۷۰ تنه کېږي په جبري توگه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم‌لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.»

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، په راستانه شوو کې ۱۲تنه هغه افغان بندیان هم شامل دي، چې د پاکستان حکومت له لوري نیول شوي وو.

له پرو سږکال راهیسې پاکستان زرگونه هغه افغان کډوال په زور راستنوي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version