Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»ګارې شرون او احمد شاه مسعود!
    تورې څېرې

    ګارې شرون او احمد شاه مسعود!

    صابر افغانصابر افغان25 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    ګارې شرون د امریکا استخباراتو یا سي آی اې د محرمو خدمتونو برخه کې مقرر یو امریکایي چارواکی و، د نوموړي څهره د غاښونو ډاکټر ته ورته وه، په پښتو او دری ژبه پوهېده؛ هغه ١٩٩٦ کال د پاکستان په اسلام اباد کې د خپلې برخې مسؤل شخص و، یعنې کاري دفتر یې په اسلام اباد کې و او د جاسوسۍ ترمینالوژۍ په برخه کې یې اجنټان استخدامول.

    نوموړي له ډېر پخوا استخباراتي جګړو او جاسوسي هدفونو د لاسته راوړنو په موخه د امریکا د وریجینا ایالت د لانګلي سیمې څخه عملیات رهبري کول او اوپراتیفي پلانونه یې جوړول.

    ګارې شرون د سي آی اې د رئیس په خوښه غوښتل چې له احمدشاه مسعود سره وګوري؛ مسعود ته یې د لیدنې وړاندیز وکړ او هغه هم ومنله.

    له کتنې وروسته یې مسعود ته د اکمالاتو او وسلو برسېره په میاشت کې دوه لکه ډالره نغدې پیسې هم ورکولې.

    مسعود او د هغه چریکانو ته د ګارې شرون دا مرستې 1989څخه تر 1991 دوام وکړ، په 1991 کې د شوروي له ماتې وروسته دا مرستې پر مسعود ودرېدلې.

    مسعود ته د ګارې شرون سره د ناستو او لیدنو مجلسونه د هغه سلاکار مسعود خلیلي تنظیمولې.

    شرون به اریانا افغان الوتکې کې بګرام ته راغی او له الوتکې به یوازې خپل یوې کڅوړې چې په غاړه کې به یې ځړېدلې وه را کوز شو، د مسعود چریکانو به ورته هرکلی وایه؛ دا هرکلی به یې په کڅوړو کې د پرتو شنو ډالرو اغېز له امله وو.

    له هغه وروسته به ګارې شرون تر کابل ښار پورې پیکپو موټرانو کې بدرګه شو، بیا به هلته هماغه کور ته رهنمایي کېده چې مسعود به انتخاباوه.

    ګارې شرون په خپل یو وینا کې مسعود ته په لومړۍ لیدنې کې ویلي و: “که څه هم یو بل مو مخامخ نه و لیدلي، خو ته او زه یو تاریخ لرو؛ شرون وایي ما مسعود ته ور په زړه کړه چې موږ د 1990 کال څخه ملګري او همکاران یو”.په دې وخت کې مسعود د افغانستان په شمال کې فعالیت لاره او ارګ کې یې د یو چاغ او بریتو ډاکټر نجیب الله حکومت تهدیداوه.

    دغه مهال سي آی اې پاکستان کې یو پلان جوړ کړ چې د نجیب حکومت ته ټولې مواصلاتي لارې قطع کړي او همداسې وشول؛ د سالنګونو په شمول کابل ته په غزېدلو لارو یې په حکومتي او محلي کاروانونو د مسعود د چریکانو پر مټ بریدونه پیل کړل، د موټرونو ټول هغه کتارونه الوزول کېدل چې کابل ته یې خوراکي او لوجستکي مواد انتقالول.

    د ګارې شرون او مسعود لیدل به چې کله سختېدل، نو شرون به په پیښور کې د ده له ورور احمد ضیاء مسعود سره مجلسونه کول، احمد ضیاء مسعود به له شرون ډېرې مالي مرستې غوښتلې؛ یوځل یې ترې پنځه لکه ډالر اخیستي چې په مقابل کې یې سالنګونه والوزوي، خو هغه عملیات د نجیب د رژیم عسکرو خنثی کړل.

    د احمد شاه مسعود او شرون ترمنځ په دې کار سره لږ خفګان پیدا شو چې عملیات یې ولې ناکام شوي؟احمد شاه مسعود ورته وویل: چې تاسې موږ ته وعدې راکوﺉ او مرستې مو نه را رسېږي؛ شرون ورته وویل: چې ما ډېر پخوا ددې عملیاتو په موخه ستا د ورور احمد ضیاء مسعود په لاس پنځه لکه ډالر درلېږلي، مسعود خپلو مرستیالانو ته وکتل، هغوی وویل موږ ته یې نه دي سپارلي؛ هغه پیسې احمد ضیاء مسعود ځان ته څنګ ته کړې وې.

    افغانستان د معافیت بحران د بشر د حقوقو څارنه 2001 کال 22 مخOprerating directive (O/D)

    مخکینۍ مقالهد امنیت ګواښوونکي څوک دي؟
    راتلونکي مقاله مقاومت جبهه د قرآن کریم له انده (۱)

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 اپریل 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (پنجشنبه) ۱۰۷۶…

    د لبنان او صهيونيستي رژيم ترمنځ اوربند درې اونۍ نور هم غځېږي

    24 اپریل 2026

    د کابل او توکیو ترمنځ نوې ټېکنالوجۍ برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

    24 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026

    د لبنان او صهيونيستي رژيم ترمنځ اوربند درې اونۍ نور هم غځېږي

    24 اپریل 2026

    د کابل او توکیو ترمنځ نوې ټېکنالوجۍ برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

    24 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،156 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،094 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،189 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.