د صهیونیستي رژیم ورځپاڼې یديعوت احرونوت راپور ورکړی، چې یاد رژیم لبنان کې د حزب الله پر ضد پوځي عملیاتو ته چمتووالی نیسي.
راپور زیاتوي، چې دا بریدونه به په بعلبک او بیروت کې د وسلو پر فابریکو متمرکز وي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې د صهیونیستي رژیم هوایي بریدونو له امله د حزب الله شاوخوا ۲۰ غړي وژل شوي دي.
ورته مهال د لبنان ولسمشر عون ویلي، چې د یاد رژیم پرلهپسې بریدونو له امله پوځ نشي کولای وسلې راټولې کړي او تر جنوبي پولو خپل حضور وغځوي.
