عربي رسنیو راپور ورکړی، چې یمن کې د متحده عربي اماراتو له ملاتړه د برخمنو ملېشو مشر، عيدروس زبيدي سعودي عربستان ته د سفر پر ځای نامعلوم لوري ته تښتېدلی دی.

د نوموړي تر کنټرول لاندې نیمه‌ پوځي وسله‌والې ډلې ویلي چې د خپل مشر له برخلیک څخه خبر نه‌دي.

راپور زیاتوي، چې نوموړي تر تېښتې وړاندې خپلو ملېشو ته وينا کړې او جګړې ته یې هڅولي، خو د حکومتي ځواکونو له لوري یې پر وخت مخنیوی شوی دی.

تر دې وروسته، د یمن ولسمشرۍ شورا رئیس رشاد عليمي حکومت کې د زبیدي غړيتوب لغوه کړی او د خیانت په تور یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version