د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور یو افغان اهل هنود پانگه‌وال چې د کانونو په برخه کې د پانگونې په موخه هېواد ته راستون شوی لیدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه چې د اهل هنودو غصب شوي ملکیتونه راگرځوي خوښي څرگنده کړه او د افغانستان د کانونو په برخه کې په ځانگړې توگه د سرب، جست، مرمر او ډبرو سکرو د کانونو په برخه کې د پانگونې ټټر وواهه.

د کانونو چارسمبالي وزیر نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د کانونو د پانگونې په برخه کې به ورسره پوره همکاري کوي.:« افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وگړو په څېر د هېواد د کانونو او نورو ټولو شتمنیو کې برابر شریک دي، اهل هنود پانگه‌وال د نورو پانگه‌والو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانگونه وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.»

تېره اوونۍ د عدلیې وزارت ویلي وو، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون چې د هېواد په کچه د غاصبینو او زورواکو په واسطې د غصب شوو امارتي ځمکو د بررسۍ، تشخیص او تثبیت مسوولیت په غاړه لري، د اهل هنود هېوادوالو د غصب شوو ځمکو د بررسۍ بهیر د هېواد په کچه پيل کړی دی.

افغان اهل هنود ډېری په هندوستان، انگلستان او کاناډا کې اوسېږي او اوسمهال یې ډېر کم شمېر په افغانستان کې پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version