د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی بللی او د نه ګډون پرېکړه یې کړې ده.یو شمېر افغانانو د افغان حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کړی او وایي، چې هر هغه ناسته او غونډه، چې د افغانستان په خیر نه وي او افغان حکومت ته په کې په درنښت قایله نه وي، د افغانانو او د افغان حکومت نه ګډون په کې بهتره دی.د شاه ولي په نوم یو هېوادوال وایي، چې افغان حکومت ښه پرېکړه کړېده او موږ د خپل حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کوو.نوموړي وویل: ” دا چې افغان حکومت د دوحې په ناسته کې د نه ګډون پرېکړه کړېده، موږ یې هرکلی کوو، دغه ناسته حتمن د افغانانو په خیر نه ده، ځکه افغان مشرانو د نه ګډون پرېکړه وکړه، موږ د افغان حکومت د داسې دریځ ملاتړي یو او له مشرانو مو غوښتنه همدا ده، چې تل د هغه مسایلو په اړه دریځ ونیسي او چا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان په سرنوشت د لوبې په مانا وي”یو بل تن هېوادوال ذبیح الله هم وایي، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره کېږي، خو دغه ناسته کې د افغان حکومت د نه ګډون ملاتړی دی.نوموړی وایي: ” نړۍوالو تل یو طرفه قضاوتونه کړیدي، هر هغه ناسته چې د افغان خاورې او افغان حکومت په خیر نه وي او افغان حکومت ته په پوره احترام نه وي قایله، بیا نو د افغان حکومت همداسې دریځ بهترین کار دی او بهرنیو چارو وزارت چې کومه اعلامیه خپره کړې، چې د دوحې په ناسته کې د نه ګډون پرېکړه په کې شوې، هرکلی کوم”.ټاکل شوې، چې نن یکشنبه د قطر هېواد په پلازمینه ‏دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د ۱۸ هېوادونو استازو ناسته پیل شي.په دغه ناسته کې د روسیې، چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، امریکا، فرانسې، جرمني او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام یوه اعلامیه خپره کړه او په دغه ناسته کې یې د نه ګډون پرېکړه وکړه.په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فُرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای؛ د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، چې که اسلامي امارت د یواځيني مسول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو”په اعلامیه کې همداراز راغلي: “که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي؛ د سیمې له هېوادونو سره د افغان حکومت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله، چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي”.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version