Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»یو چینايي شرکت د زر مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانگونه کوي
    افغانستان

    یو چینايي شرکت د زر مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانگونه کوي

    صابر افغانصابر افغان2 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، د دغه وزارت مرستیال حمدالله زاهد د چین (جې، اې، ډې، ای) شرکت له مسوولینو سره لیدلي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د زر مېگاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانگونې لپاره خپله لېوالتیا څرگنده کړې ده.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د یاد شرکت د پانگونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.: «دواړو لورو د دغې پانگونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملي چارو د پیلېدو لپاره پر لازیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا باندې ټینگار وکړ.»

    د یو بل خبر له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر د فراه د بخش‌اباد بند څخه لیدنه کړې ده او مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د یاد بند چارې دې چټکې کړي.

    د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر ملا عبدالطیف منصور ویلي، د بخش‌اباد بند نه یوازې یوه بنسټیزه پروژه ده، بلکې د فراه د خلکو ستره اړتیا، د ا.ا.ا او د دغه وزارت د رهبري له لومړیتوبونو څخه ده، چې د نوموړي بند ژر تر ژره رغېدو لپاره د ا.ا.ا مشرتابه او همدارنگه د اوبو او انرژي وزارت رهبري گړندۍ هڅې روانې کړې دي.:«د لومړي پړاو د رغولو چارې دې په چټکۍ سره پرمخ یوسي، ترڅو دوهم پړاو ته لاره هواره شي. د بخش‌اباد بند لپاره کافي بودیجه او وړتیا شته او ترڅنگ یې یو شمېر نور انجنیران او ماشینرۍ هم را رسېدلي دي، هیله شته چې د دغه بند چارې لا گړندۍ شي.»

    مخکینۍ مقالهکندوز کې له ۲۰۰ ډېرو راستنو شوو نجونو څخه رقابتي ازموینه اخیستل شوې
    راتلونکي مقاله هلمند کې زرگونه نیالگي روزل کېږي

    مربوطه لیکنې

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    22 اکتوبر 2025

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    عدلیې وزارت: د سید اسحق ګیلاني ښارګوټي ټوله ځمکه امارتي تثبیت شوه

    22 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 اکتوبر 2025

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د درېیمې پلې لواء د قرارګاه او اړوندو جزوتامونو…

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: نه‌ غواړم له پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولرم

    22 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    22 اکتوبر 2025

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: نه‌ غواړم له پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولرم

    22 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.