Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟
    راز

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    صابر افغانصابر افغان2 اپریل 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد خوږیاڼی

    پاکستان په خپل ۷۷ کلن تاریخ کې د افغانستان خیر نه دی غوښتی. د داود خان د شهادت وروسته پاکستان ته په افغانستان کې د لاسوهنې لاره پرانیستل شوه. د روسیې د یرغل په کلونو کې پاکستان اټوم بم جوړ کړ او زموږ هېواد په بشپړ ډول کنډواله شو.

    د امریکا د یرغل په کلونو کې هم پاکستان مېلیاردونه ډالر وگټل. پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې پاکستان بیا بېلابېلې پلمې کوي.

    کله تحریک طالبان پاکستان رامخکې کړي، کله زموږ د حکومت په استازیتوب په نړیوالو دریځونو خبرې وکړي، کله توغندي راتوغوي او اوس خو وخت ناوخت بمبار هم کوي. داعش(خوارج) هغه ډله ده، چې په ټوله نړۍ کې د امریکا او ملگرو گټې تظمینوي.

    داعش سره یوازې د پاکستان استخباراتي اداره لاس نه لري، بلکې د امریکا، انگلستان، اسرائیلو او د نړۍ د هرې پلېتې استخباراتي ادارې لاس ورسره حتماً دی.

    دغه ډله په ټوله نړۍ کې یوازې د امریکا او ملگرو د گټو ساتنه کوي او خپل دښمن پرې داړي.

    له نن څخه تقریباً دوې میاشتې مخکې د احمد ضیاء مسعود په منځگړیتوب د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI) یو لوړپوړی غړی تاجیکستان ته تللي وو او هلته یې د احمد مسعود او امرالله صالح سره لیدنه کړې وه.

    په دې لیدنه کې دوی یوې هوکړې ته رسېدلي وو، چې د شر او فساد ډله به په شمالي او نورو ولایتونو کې مرکزونه جوړوي او په دغه مرکزونو کې به د داعش وسله‌والو ته ځای ورکوي. که داعش د ویجاړۍ کوم کار کوي، نو د دمې ځای به یې د شر او فساد ډلې مرکزونه وي.

    هم به له هوايي بریدونو په امن وي او هم به یو پټنځای ولري. په دې لیدنه کې دوی په دې هوکړې ته رسېدلي وو، چې په روان کال کې به په شمالې ولایتونو په لوړو ځایونو او یا هم په ښارونو کې دوی داسې ځایونه برابر کړي، چې کوردینات یې له دوی سره وي، تر څو دوی دغه کوردینات بهرنیانو ته هم ورکړي، چې په هغو ځایونو به بریدونه نه کوي.

    دغه هوکړه یوازې د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI) کس، امرالله صالح، احمد مسعود او احمدضیاء مسعود ترمنځ شوې وه او د شر او فساد ډلې نور غړي ترې بې‌خبره ساتل شوي وو.

    د دې ډلې غړی جنرال شاهین نه غواړي چې د دوی په مرکزونو کې دې د داعش وسله‌وال واوسېږي او یا دې د دوی له اعاشې او اباطې څخه هغوی ته هم برخه ورکړل شي.

    جنرال شاهین د شر او فساد ډلې مشرانو ته ویلي، چې باید د جگړې تگلاره روښانه وي او په هر هغه څه باید پوه کړل شي، چې دوی یې کوي او پټې خبرې او ناستې ورسره نه مني.

    نوموړي همدا راز د شر او فساد ډلې ته ویلي، په بعضي سیمو کې ځینو کسانو ته اعاشه ورکول کېږي او امرالله صالح هم په خپل سر خلکو ته وسلې او مهمات ورکوي او بېرته یې حساب نه ورکوي.

    د شر او فساد ډلې ترمنځ اوس مهمه موضوع دا ده چې په خپلو خیالي مرکزونو کې داعش ته ځای ورکړي او که‌نه؟ له بل لوري دوی د پاکستان استخباراتي ادارې(ISI) سره هم هوکړه کړې اوس یې خپل غړي ترې ناخوښ دي.

    پاکستان به په روان کال کې ډېره هڅه وکړي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د داعش وسله‌وال راولېږي. په تېر ژمي کې به یې سلگونه کسانو ته روزنه ورکړي وي او اوس به یې په پسرلي کې دلته رالېږي.

    داعش به هڅه وکړي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې غټ او واړه بریدونه وکړي، چې خپل موجودیت د هېواد په ټولو ولایتونو کې وښيي.

    خو د شر او فساد ډله کې بیا جنرال شاهین په خپلو لیکو کې داعش نه غواړي او نه هم د دې ډلې د غړو له لوري له استخباراتو ادارو سره پټې او ښکاره ناستې.

    امرالله صالح، احمد مسعود او د دې ډلې غړي غواړي چې د پښتنو په سیمو کې د داعش په نامه ډېر فعالیتونه وکړي او په هغه سیمو کې چې تاجیک، ازبېک او نور قومونه اوسېږي هلته د شر او فساد ډلې په نامه خپل فعالیتونه وکړي.

    د افغانستان امنیتي ادارې باید ويښې وي او د شر او فساد او داعش ډلې بریدونه په نطفه کې خنثا کړي؛ گنې الله دې نه کوي چې دغه شته امنیت هم خراب شي.

    مخکینۍ مقالهافغان حکومت: نړۍ باید د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي
    راتلونکي مقاله جبهه مقاومت شمال، استخبارات پاکستان و داعش مصروف چی هستند؟

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د ایران په قم او خوزستان ولایتونو کې ۷۶ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

    د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد په قم او خوزستان ولایتونو کې…

    د الوتنو د څار وېب‌پاڼه: د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې پنځه برابره زیاتې شوي

    21 جون 2025

    اسرائیلو اصفهان کې د ایران پر اټومي تأسيساتو هوایي برید کړی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران په قم او خوزستان ولایتونو کې ۷۶ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

    21 جون 2025

    د الوتنو د څار وېب‌پاڼه: د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې پنځه برابره زیاتې شوي

    21 جون 2025

    اسرائیلو اصفهان کې د ایران پر اټومي تأسيساتو هوایي برید کړی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،962 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،888 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.