Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي مرستیال: سږ کال د پرېمانه ورښتونو له امله د هېواد د اوبو بندونه له اوبو ډک شوي
    افغانستان

    اقتصادي مرستیال: سږ کال د پرېمانه ورښتونو له امله د هېواد د اوبو بندونه له اوبو ډک شوي

    صابر افغانصابر افغان16 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هلمند ته د خپل کاري سفر پر مهال له کجکي بند څخه لیدنه کړې ده او ځايي مسوولینو ته یې ځینې اړینې سپارښتنې هم کړې دي.

    له اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، ملا عبدالغني برادر د کجکي بند پروژې د مسوولینو د تر سره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه ‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

    :«وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه ورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.»

    د خبرپاڼې له مخې، له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.

    د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

    د یو بل خبر له مخې، ملا عبدالغني برادر په روزگان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو سره د مرستې موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی او په دغه ولایت کې یې له بېلابېلو خلکو سره لیدلي دي.«دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتگ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې گاللي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي.»

    نوموړي ویلي، که د هېواد په هر گوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان ـ قزاقستان ترمنځ د سوداگرو اسانتیاوو پر ډېروالي خبرې شوې
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالي: له دې وروسته د کابل سیند ته د کثافاتو غورځول ښاري سرغړونه بلل کېږي

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه له ۱۴ میله توپنچو سره نیولي

    23 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 24 اگست 2025

    د سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي

    د سوډان روغتیایي سرچینو راپور ورکړی، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه هېواد…

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ دوه ټانکونه له منځه وړي

    24 اگست 2025

    روسیې د اوکراین په ختیځ کې دوه نور ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي

    24 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي

    24 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ دوه ټانکونه له منځه وړي

    24 اگست 2025

    روسیې د اوکراین په ختیځ کې دوه نور ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي

    24 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،007 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،950 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،973 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.