د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنگ معین مولوي عتیق الله عزیزي د سوېلي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس سره لیدلي او له نوموړې یې غوښتي، چې یاده رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، ټولې رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي، بي بي سي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخینه لري لازمه ده چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانگړتیاوو ته پام وکړي.
په خبرپاڼه کې د نشراتو معینیت وارسي کوونکي ضیاءالحق حقمل له قوله ویل شوي، که بې بې سي غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو ضروري ده چې له هغو خبرونو او شائعاتو نشرولو څخه ډډه وکړي، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب گرځي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو په نشراتو د څار ریاست رئیس ډاکټر ریان د بي بي سي سوېلي اسیا مشرې ته یو شمیر هغه مستند موارد ور په گوته کړي چې په تېرو څو میاشتو کې د بي بي سي راډیو بېلابېلو برخو او خپرنیزو منابعو خپاره کړي وو.
په دې لیدنه کې د سوېلي اسیا د بي بي سي مشرې جکي مارتینس ویلي، دوی به دغه نواقص او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسوولینو سره خبرې وکړي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې بي بي سي، ازادي راډیو، امریکا غږ، افغانستان انټرنېشنل، امو او لسگونه نورې غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ منفي تبلیغات کوي او پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسوي.