Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اېران د رئیس جمهور مړينه
    لیکني

    د اېران د رئیس جمهور مړينه

    صابر افغانصابر افغان21 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    د ایران حکومت رسماً د چورلکې د سقوط پېښه کې د ولسمشر رییسي او خارجه وزیر مړینه تایید کړه. دې چورلکه کې ۱۱ کسان سپاره وو.

    چارواکي وایي: د ټولو مړي په اور کې مسخ شوي دي.د ایران په سیاسي او حکومتي تاریخ کې دغه ستره غمیزه شمېرل کېږي.

    چې هم یې رئیس جمهور او هم یې وزیر خارجه په هوايي پیښه کې د خپل ژوند له لاسه ورکولو سره مخامخ کېږي.

    نظریه دا ده: چې د دا ډول مجهوله مړینې/وژنې اعلان تر یو څه مودې ځنډول کېږي، چې دولتي مورال لوړ وساتي او د احتمالي انتقام لپاره د قاتل ادرس مشخص شي یا د توجیه وړ دلیل سره اعلامیه خپره شي.ظاهراً د رئیسي د الوتکې سقوط طبعي یادیږي.

    خو د منځني ختیځ، ختیځې اروپا او مرکزي آسیا نیابتي روانو جګړو ته په کتو، هر ډول عمدي عمل هم ممکن دی.

    داسې مرګونه د خپل رعیت د مورال لپاره ساعتونه او ورځې ځنډول کېږي.

    دا ډيره خوندوره پاليسي ده، چې لوړ حکومتونه يې د خپلو اتباعو د ذهني فشار د کمولو لپاره په کار اچوي او د خپل تصمیم د سنجش لپاره کافي وخت پکې موندل کېږي.

    دا تخنیکي پيښه نه بريښي، ځکه تخنیکي پيښه چې يوه دقيقه وخت هم ونیسي، پلوټ څه خبر ورکولی شي، احتمال يې ډير د ویشتلو/ انفجار ښکاري.

    د پاچا په چورلکه کې یو کس هم ژوندی نه دی پاتې شوی او دوې نورې تعقیبي چورلکې هېڅ ضرر نه ویني، د پېښې ځای په ساعتونو، ساعتونو نه افشا کېږي او د رییس جمهور مرستیال وایي، چې ګویا د چورلکې په عمله کې له دوو تنو سره مو تماس ټینګ شوی، په داسې حال کې چې د چورلکې د عملې د یو تن جسد هم روغ نه دی موندل شوی. دا هغه ګونګ وضعیت دی چې نور سوالونه راټوکوي.

    له پاچاه سره مل آته کسیز پلاوی په داسې مرګ سره مري، چې د پېښې هېڅ راوي شاته نه پاتې کیږي، چې د پېښې کیسه بیان کړي، دا به وخت ثابته کړي، چې څه پېښ شول؟په هر حال د ایران د اتم ولسمشر دوسیه وتړل شوه.

    مخکینۍ مقالهدرې کلن سخت او ستړی مزل
    راتلونکي مقاله په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ نیم زرو ته لوړ شو

    مربوطه لیکنې

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    5 دسمبر 2025

    د پاکستاني پوځ ناسنجیده اقدامات، د پاکستان ولس قرباني کوي

    4 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تحلیل 5 دسمبر 2025

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    تحلیللیکوال: خلیل رهنورد مقدمه:د افغانستان په تاریخ کې ځینې پېښې او سترې پریکړې د لویو…

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو

    5 دسمبر 2025

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    4 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    5 دسمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو

    5 دسمبر 2025

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    4 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،085 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.